افغانستان

په افغانستان کې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز دوه کلن شو

انځور له آرشیف

د طالبانو لخوا په نادولتي موسسو کې د افغان مېرمنو پر کار بندیز نن دوه کلن شو. له نن څخه دوه کاله وړاندې د طالبانو د اقتصاد وزارت د یوه لیک په خپرولو سره په نادولتي ادارو او موسسو کې د ښځو او نجونو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

يو شمېر ښځې چې د طالبانو د بنديز له امله يې دندې له لاسه ورکړي، وايي چې په تېرو دوو کلونو کې له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ دي او د خپلو کورنيو د ملاتړ لپاره هېڅ لاره نه لري.

زینت چې یوه له دغو مېرمنو څخه ده، وايي، چې د مور او پلار ناروغۍ، بې وزلۍ او خپګان یې د ځوانۍ تر ټولو خوږه کلونه ترخه کړي دي. زینت او د هغې خور په خپلو اوو کسيزه کورنۍ کې یوازینۍ رزق ګټونکې وې.

خو له نن څخه دوه کاله وړاندې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بنديز وضع کېدو سره سم يې په نادولتي موسسه کې يې خپلې دندې له لاسه ورکړې او اوس يې کورنۍ په ناوړه اقتصادي حالت کې ده.

د فراه اوسېدونکې زینت وايي: «زه او خور مې یوازیني کسان وو، چې زموږ د پنځو خویندو، زموږ د مور او پلار لګښتونه یې پوره کول. خو موږ دواړه له دوو کلونو راهیسې وزګار یو. زما پلار هم ناروغ دی. دوه کاله کېدل چې د ژوند حالت مو ښه شوى و، ځکه مو کلونه زده کړې وکړې، هڅه مو وکړه چې له فقر او بدبختۍ ځان وژغورو. خو کله چې دوی مونږ ته د کار په اړه ځواب راکړ؛ په اوس وخت کې، موږ د ناروغ والدینو سره له اقتصادي ستونزو سره مخ یو، او د باعزته مېرمنو په توګه، نه پوهیږو چې له کومه او څنګه خپل لګښتونه برابر کړو.»

له نن څخه دوه کاله وړاندې د طالبانو د اقتصاد وزارت د یوه مکتوب په خپرولو سره په ټول افغانستان کې زرګونه ښځې له کاره ګوښه کړې. په داسې حال کې چې ښځې خپلو کورنیو سرپرستې وې، بېکاره شوې.

یو شمېر مېرمنې وايي، چې د لوړو زده کړو له لرلو سربېره بیا هم ددې لپاره چې ښځې دي بايد بېوزلي او اقتصادي ستونزې وزغمي.

نجلا د فراه اوسېدونکی وايي: له دوو کلونو راهیسې بېکاره یو، له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان یو او که څه هم ځوان یو، د کار کولو وړتیا او سواد لرو؛ خو موږ د کور په کونج کې ناست یو او له اقتصادي ستونزو سره مخ یو.»

د ښځو پر کار بندیز تل له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو د بندیز د دوه کلن کېدو په مناسبت د دغه بندیز پر دوام اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې ژر تر ژره د ښځو د حقونو د محدودولو ټول فرمانونه لغوه کړي.

له بلې خوا د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم ویلي چې د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو بندیز افغانستان په تیاره ته بيايي.