افغانستان

١٢افغانان د پاکستان له زندانونو آزاد شول

د پاکستان له زندانونو خوشي شوس افغانان

د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ۱۲ تنه افغان اتباع خوشي او هېواد ته راستانه شول.

په تورخم کې دطالبانو يوه مسٶول ددوى تر ادارې لاندې باختراژانس ته ويلي چې دغو کسانو درې ورځې دپاکستان په زندانونو کې تېرې کړې دي.

د پاکستاني پولیسو له خوا د دغو اتباعو د نیولو دلیل د «قانوني استوګنې اسناد» نه درلودل ياد شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې یو شمېر افغان کډوال د دغو هېوادونو د پولیسو له ناسم او ناوړه چلند څخه شکایت کوي.

ياده دې وي، چې پاکستان له څه باندې یوه کال راهیسې له دغه هېواده د افغان کډوالو د جبري اخراج او توقیف لړۍ روانه ده او ایران هم سږ کال دغه بهیر ته شدت ورکړی دی.

که څه هم د دغو دوو هېوادونو چارواکو د کډوالو د قانوني اوسېدو د اسنادو نشتوالی د دغه اخراج او نیول کېدو یوازینی لامل بولي. خو په هېواد کې مېشت کډوال هم د دغو دوو هېوادونو د پوليسو له خوا د شکنجې، ناوړه چلند، تاوتريخوالي او سپکاوي خبره کوي.