احمد شرع چې په ابو محمد جولاني مشهور دی، د سوریې د التحرير الشام مشر، چې اوس د سوریې مشر دی، وايي چې سوریه د افغانستان په څیر یو قبایلي هیواد نه دی، د ښځو په زده کړو باور لري.
د سوریې د اسلامي دولت ډلې مشر چې اوس پر دغه هېواد واکمني کوي، له بي بي سي سره په خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا هېواد به یې دویم افغانستان شي، وویل چې افغانستان یوه قبایلي ټولنه ده، په داسې حال کې چې په سوریه کې بېلابېل ذهنیتونه شتون لري.
د سوریې د تحرير شام مشر دا خبره رد کړه چې ګواکې غواړي سوریه پر دويم افغانستان بدل کړي.
احمد شرع د سوریې شمال لوېدیځ ولایت ته په اشارې سره چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د یاغیانو په ولکه کې ده وویل: «موږ له اتو کلونو راهیسې په ادلب کې یو پوهنتون لرو.»
هغه وايي چې فکر کوي د سوریې په پوهنتونونو کې د ښځو سلنه تر ۶۰ سلنې زیاته ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته ټول پوهنتونونه او ښوونځي تر شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو پر مخ وتړل او د کانکور په ازموینو کې یې د نجونو او ښځو د ګډون مخه ونیوله.
طالبانو په دې وروستیو کې د ټول هېواد په طبي انسټيټيوټونو کې د ښځو پر زده کړو بندیز لګولی او طبي موسسو ته یې امر کړی چې ښځې او نجونې دې د زده کړيالانو په توګه نه جذبوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د طالبانو یوې سرچینې آمو ته ویلي و، چې طالبانو د هېواد پوهنتونونو ته امر کړی، چې د ښځینه اداري کارکوونکو له ګومارلو ډډه وکړي او له دغو ښځینه کارکوونکو غوښتل شوي، چې پر ځای یې یو سړی معرفي کړي.
سره له دې چې طالبانو په هېواد کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی، دوی ویلي چې دا بنديزونه تر «امر ثاني» او د ښځو او نجونو لپاره د تعلیم او زده کړې خوندي ځای برابرولو پورې دى؛ خو له درېيو کلونو تېرېدو ورسته يې د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانستلو امر صادر نه دى کړى او د دې ترڅنګ يې د ښځو پر اساسي حقونو نور سخت بنديزونه او محدوديتونه ولګول.
د طالبانو د «امربالمعروف او نهى عن المنکر» قانون چې دوی په وروستیو میاشتو کې نافذ کړی، دوى همداراز د ښځو او نجونو غږ، مخ او د قرآن کریم تلاوت، تسبیح او په لوړ غږ لمونځ منع کړی دی.