سویلي آسیا

په ویتنام کې اورلګېدنې له ۱۱ کسانو ژوند واخيست

اتځور له ټایمز نو

د ویتنام د پلازمېنې هانوي په یوه کافي خونه کې تېره شپه (ليندۍ ٢٨) اور لګېدنې له ۱۱ تنو ژوند واخيست.

د رویټرز د راپور له مخې، د ویتنام د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد پولیسو د اور اچونې په شک یو کس نیولی دی.

په همدې حال کې د هانوي پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سړي له کارکوونکو سره تر شخړې وروسته د دغه درې پوړیزې کافي خونه کې په لومړي پوړ کې تېل اچولي او بیا یې ورته اور ورته کړی دی.

د ویتنام دولتي ورځپاڼې تین فونګ راپور ورکړی چې شکمن کس د ۵٠ کلنۍ په لومړیو کې دی.

د ویتنام پولیسو زیاته کړې چې په دغه کافي خونه کې د اور لګېدو خبر تېره شپه د لومړي ځل لپاره دوی ۱۱ بجې ورکړل شو.