نړۍ

د امریکا د فدرال منصفه پلاوي د سوریې د زندان یو پخوانی چارواکی د بندیانو د شکنجه کولو په تور تر تعقيب لاندې نېولى

د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یوې د فدرال منصفه پلاوي د سوریې د حکومت یو پخوانی چارواکی چې له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې د دمشق د مرکزي زندان مشر و، د شکنجې په تور تر تعقيب لاندې نيولى.

د رویټرز په وینا، د امریکا د عدلیې وزارت اعلان کړی چې ٧٢ کلن سمیر عثمان الشیخ د عدرا زندان چې په غیر رسمي توګه په دې نوم پېژندل کېده ، مشري پرغاړه درلوده.

د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، هغه په ​​قصدي توګه خپلو لاس لاندې کسانو ته امر کړی و چې سیاسي بندیانو او نورو بندیانو ته سخت فزیکي او رواني دردونه ورسوي.

دغه وزارت زیاته کړې چې سمیر عثمان الشیخ ځينې وخت په شخصي ډول په داسې پېښو کې لاس درلود. رویټرز وايي چې په سمدستي توګه نه دي توانېدلي چې د سمير الشیخ نظر په دې اړه واخلي.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، د شکنجې موخه د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د رژیم د مخالفت مخنيوى و.

د نوموړي وزارت په وینا، ښاغلي الشیخ بیا د امریکا د “شنه کارت” یا د استوګنې جواز ترلاسه کولو لپاره د خپلو جرمونو په اړه دروغ ویلي و.

ښاغلی الشیخ چې په غیر رسمي ډول د سوریې په پولیسو او حکومتي امنیتي دستګاه کې يې کار کاوه، د سوریې له واکمن بعث ګوند سره تړاو درلود. نوموړی په ۲۰۱۱ کال کې د بشار الاسد له خوا د دیرالزور ولایت د والي په توګه وټاکل شو.

الشیخ په ٢٠٢٠کال کې متحده ایالاتو ته کډوال شو او په ٢٠٢٣کال کې یې د تابعیت غوښتنه وکړه.