ورزش

افغان کرېکټ ملي لوبډله نن د زمبابوې په وړاندې ميدان ته ښکته کېږي

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله نن (جمعه د ليندۍ ۲۳مه) له غرمې وروسته د زمبابوې پر وړاندې د دوه اړخېزو ۲۰ آوریزو سیالیو لړۍ د دویمې لوبې لپاره میدان ته ښکته کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې دا لوبه د زمبابوې په پلازمېنه هرارې کې د کابل پر وخت مازیګر څلور بجې ترسره کېږي.

افغانستان د دې سياليو په لومړۍ لوبه کې د څلورو وېکټو په توپیر ماتې وخوړه. د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې مشري د کرېکټ مشهور ستوری راشد خان کوي.

د روان کال په اکټوبر میاشت کې د افغانستان او زمبابوې کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې دواړو لورو د کرېکټ د شل اوریزو، ۵۰ اوریزو او ټېسټ لوبو په ګډون په ټولو فارمیټونو کې د دوه اړخېزو سیالیو په لړۍ هوکړه کړې ده.