د پاکستان پولیسو اعلان کړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې په کراچۍ ښار کې په ترافیکي پېښو کې ۴۸۰ کسان وژل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د کراچۍ ښار د پولیسو مشر جاوید علم اوډو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د دغو پېښو ۵۰ سلنه پېښې د اوبو د ټانکرونو، مسافر وړونکو بسونو او بار وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوي دي.
د هغه په وينا، تر ټولو زياتې دغه پېښې په کيماري، مالير، قاسم بندر او د کراچۍ په لوېديځ کې رامنځته شوې دي.
د کراچۍ د پولیسو قوماندان وايي: «د ترافیکي پېښو مخ په زیاتېدونکي شمېر موږ دې ته اړ کړو چې یو مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړو او په یوه جلسه کې پرېکړه وشوه چې د وژونکي حادثو کنټرول لپاره د لا ډېرو اقداماتو اړتیا ده»
د کراچۍ پولیس زیاتوي چې د دغو پېښو په تړاو یې ۷ زره موټر چلوونکي نیولي او ۳۵۰ موټر چې د مرګ لامل شوي، ضبط شوي دي.
جاوېد علم اوډو زياته کړه: «موږ پرېکړه کړې، چې نيول شوي موټر چلوونکي به آن د سرغړونې په صورت کې په منونکي ضمانت هم خوشې نه شي. ځکه دوی باید له محکمې څخه دا ضمانت ترلاسه کړي.»
د کراچۍ د پولیسو مشر وايي، د درنو موټرو پر وړاندې یې همغږي عملیات ترسره کړي دي.