د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه د جانتن ټرات دنده د ۲۰۲۵ کال تر پایه وغځول شوه.
د کرېکټ نړیواله شورا وايي، د افغانستان کرکټ بورډ د نوموړي د کار د مودې تمديد تاييد کړی او زیاته کړې یې ده چې دا تمدید د ښاغلي ټرات په دوره کې د کرېکټ د ملي لوبډلې د بریا له امله شوی دی.
جانتن ټرات د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی او له دوه نیمو کلونو راهیسې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه کار کوي.
د ټرات کاري دوره
د کرېکټ د نړيوالې شورا په وينا، ټرات د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې په پرمختګ او پراختيا کې د پام وړ برخه اخيستې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ښاغلي ټرات په کاري دوره کې افغانستان په ۲۰۲۳ کال د کرېکټ په یو ورځني نړیوال جام کې د انګلستان، سریلانکا، پاکستان او هالنډ په وړاندې د بریاوو په ترلاسه کولو سره شپږم مقام خپل کړ.
د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي جانتن ټرات تر مشرۍ لاندې د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام کې هم د اسټرالیا، بنګله دېش او نیوزیلنډ په ګډون اسیايي لوبډلو ته ماتې ورکړه او تر دې هم ښه وځلېده او لومړی ځل یې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.