په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکى ریچارډ بینټ وايي، هغه د طالبانو له خوا د طبي زده کړو په انسټيټيوټونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د وروستي بندیز له امله سخت اندېښمن شوی دی.
هغه پر اېکس په يو يادښت کې ويلي، «دا بندیز په بنسټیزو برخو لکه روغتیا، ښوونه او کار کې د ښځو او نجونو حقونه نور هم تر پښو لاندې کوي.»
ښاغلي بینټ همداراز د طالبانو دا کړنه «نه توجيه کېدونکې»وبلله او خبرداری یې ورکړ چې که دا کار عملي شي، پر ټوله افغاني ټولنه به «ویجاړونکي اغیزې» ولري. نوموړي د دې پرېکړې د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې وروستى فرصت له منځه تلل
له آمو سره باخبره سرچینو وړاندې تایید کړې وه چې د طالبانو مشر د یوه نوي فرمان له مخې ټول روغتيايي او نيمه عالي انسټيټيوټونه د نجونو پر مخ وتړل.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روغتیايي بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې اعلان وکړ چې له دې وروسته به په دغو ښوونیزو بنسټونو کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته ډېرو یې په روغتيايي انسټيټيوټونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکاوه. له دې نوي فرمان سره افغان نجونو په طبي څانګو کې د زده کړو د دوام وروستی فرصت هم له لاسه ورکړ.
له څه باندې درې کلونو راهیسې، طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې وروستى فرصت له منځه تلل
له آمو سره باخبره سرچینو وړاندې تایید کړې وه چې د طالبانو مشر د یوه نوي فرمان له مخې ټول روغتيايي او نيمه عالي انسټيټيوټونه د نجونو پر مخ وتړل.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روغتیايي بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې اعلان وکړ چې له دې وروسته به په دغو ښوونیزو بنسټونو کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته ډېرو یې په روغتيايي انسټيټيوټونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکاوه. له دې نوي فرمان سره افغان نجونو په طبي څانګو کې د زده کړو د دوام وروستی فرصت هم له لاسه ورکړ.
طالبانو تعلیمي بندیزونه په داسې حال کې دوام لري چې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ دی. ښوونځي ته له تلو منع کړي دي. په همدې حال کې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ دی.
له هغه وخته چې طالبان واک ته ورسېدل، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې په ښوونځیو کې له زده کړو منعې شوې، چې د هېواد د تعلیمي او روغتیايي راتلونکي په اړه یې پراخې اندېښنې راپورته کړې دي.
د طالبانو دغه پرېکړه د ښځو پر وړاندې د تبعیض د رامنځ ته کولو سربېره، د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره سترې ننګونې رامنځته کړي. په طبي برخه کې د ښځینه متخصصینو نشتوالی، په ځانګړې توګه په داسې ټولنه کې چې ښځې اکثرا ښځینه ډاکټرانو ته ترجیح ورکوي، کولی شي د ډیرو روغتیایی بحرانونو لامل شي.