د هېواد سوک وهونکی مدثر نائب خېل د خپل اوکرایني سیال په وړاندې ماتې وخوړه.
دغه سيالۍ نن (دوشنبه د ليندۍ ١٢مه) د ټايلنډ په کوربه توب د اسيايي سياليو په چوکاټ کې ترسره شوې.
د افغانستان د سوک وهنې فدراسیون چارواکي وايي، چې ښاغلي نائب خېل له درې رانډونو وروسته د دروان د امتيازاتو په توپیر سره خپل اوکرایني حریف ته میدان وبايله.
د ۷۵ کیلو ګرامو په وزن کې د افغانستان او اوکراین د سوک وهونکو ترمنځ دا لوبه د ټايلنډ په چیانګ ښار کې ترسره شوه.