د خېبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې له لس ورځنۍ فرقه ییزې جګړې وروسته د اوربند په اعلان سره په سیمه کې نسبي امن ټينګ شوى دی.
د راپورونو له مخې په دې ولسوالۍ کې پاکستاني پوځیان ځاى په ځاى شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په دغه سیمه کې لسو ورځو فرقه ییزو شخړو کې لږ تر لږه ۱۳۳ کسان وژل شوي دي.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په کرم ولسوالۍ کې له یوې نیمې اونۍ فرقه ییزو نښتو وروسته د جګړې ښکېلو خواوو اوربند وکړ.
که څه هم دا اوربند نازک دی؛ خو په دې سیمه کې نسبي سوله ټینګه شوې ده.
پاکستاني رسنيو خبر ورکړى، چې پاکستاني پوځيان په دې ولسوالۍ کې ځاى په ځاى شوي او پرون په خپلمنځي نښتو کې يواځې دوه تنه ټپيان شوي دي.
د خېبرپښتونخوا په کرم ولسوالۍ کې د سنيانو او شيعه لږکيو ترمينځ نښتې لس ورځې وړاندې په پاړه چنار سيمه کې د شيعه ګانو پر دوو کاروانونو د وسله والو له خوا بريد وشو چې په نتيجه کې يې ۴٣ کسان ووژل شول.
د پاړه چنار اوسېدونکی ناصر حسین وايي:«په دې سیمه کې پرله پسې پېښو سره سره حکومت نه دی توانېدلی چې زموږ امنیت تامین کړي. دا د حکومت دنده ده چې لاره پاکه کړي او په دې کې ښکېل ترهګر د قانون منګولو ته وسپاري.»
د تېرو لسو ورځو په نښتو کې ۱۳۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
یوازې د پاړا چنار ساحوي روغتون ته ۵۰ مړي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان ور وړل شوي دي.
د پاړاچنار د روغتون مشر سید میر حسن جان وايي:«تر اوسه زموږ روغتون ته شاوخوا پنځوس جسدونه او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان ور وړل شوي دي. موږ د ځینو ناروغانو درملنه وکړه او رخصت مو کړل؛ پداسې حال کې چې نور تر جراحي عملياتو لاندې دي.»