افغانستان

طالبانو په یوه میاشت کې په بېلابېلو ولایتونو کې شپږ مدرسې جوړې کړي دي

د طالبانو د پوهنې وزارت رسمي شمېري ښيي چې د طالبانو له راتګ وروسته د طالبانو د پوهنې وزارت له خوا د مدرسو د جوړولو چارې ګړندۍ شوې دي.

د طالبانو د دغوسمي شمېرو له مخې یوازې د لړم په میاشت کې په کاپیسا، فراه، بدخشان، بغلان، خوست او غزني ولایتونو کې شپږ مدرسې د څه باندې ۲۴ میلیونو افغانیو په لګښت فعالې او یا هم بیارغول شوي دي.

په لړم میاشتې کې جوړې شوې یا رغول شوې مدرسې

-د کاپیسا په محمود راقي ښار کې د جامعة الاسلامیه المنصوریه مدرسه
-د فراه ولایت په انار درې ولسوالۍ کې د بي بي عایشه صدیقه مدرسه
-د بغلان په پلخمري ښار کې د نعمان بن ثابت مدرسه
-په خوست ولایت کې د نور القرآن مدرسه
-د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د عمر فاروق مدرسه
-د بدخشان ولایت په یفتل پایان ولسوالۍ کې د امام ابو حنیفه دارالعلوم

یو شمېر هېوادوال وايي، د طالبانو د پوهنې وزارت د ښوونځیو پر ځای د مدرسو جوړولو ته ځانګړی پام کوي.

د کابل اوسېدونکې عزيزه وايي: «موږ ښوونځیو ته اړتیا لرو، موږ عصري علومو ته اړتیا لرو. د پوهنې وزارت باید د ښوونځیو جوړولو ته پاملرنه او لومړیتوب ورکړي.»

د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېره یوه میاشت کې د غزني له نورالمدرس څخه ۳۷۰ تنه او د کابل له دارالعلوم عربيه څخه شاوخوا ۲۰۰ تنه فارغ شوي، چې د فراغت په مراسمو کې يې د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبيب آغا او د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په ګډون د طالبانو د کابينې لوړپوړو غړو ګډون کړى وو.

یو شمېر هېوادوال وايي، طالبان هڅه کوي د مدرسو په جوړولو سره په ځوانانو کې سختدريځه افکارو ته وده ورکړي او غواړي د خپل راتلونکي لپاره جنګیالي وروزي.

د کابل اوسېدونکې مروه وايي:«طالبان د مدرسو په جوړولو او د خپل د راتلونکي لپاره د جنګیالیو د روزنې په برخه کې سیالي کوي او په مدرسو کې د ماشومانو ماغزه پرېمينځي، چې دا د ښوونځیو د دوامداره تړلو لامل کیږي او نجونې ونه شي کولى ښوونځيو ته لاړې شي.»

د طالبانو د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې څه باندې ۲۱ زره دیني مدرسې شته، چې درې میلیونه کسان په کې پر زده کړو بوخت دي.
په داسې حال کې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلي، طالبانو د ټولو نجونو پر مخ د مدرسو دروازې پرته له کومې استثنا پرانیستې دي.