نړۍ

ټرمپ یو پانګه وال د خزانې د وزیر په توګه وټاکه

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، مشهور امریکايي پانګوال سکاټ بیسنټ یې د خزانې د وزیر په توګه وټاکه.

ښاغلي ټرمپ په « تروت» ټولنیزه شبکه کې لیکلي: «زه ډېر خوښ یم چې سکاټ بیسنټ د امریکا د خزانې د يو ٧١يم وزیر په توګه معرفي کوم. سکاټ ته په نړۍ کې د یو خورا مهم نړیوال پانګوال او جیو پولیټیکي او اقتصادي ستراتیژیسټ په توګه درناوی کېږي.»

د امریکا د خزانې وزارت د امریکا د حکومت په کابینه کې یو له مهمو پوستونو څخه ګڼل کیږي او د امریکا د سنا له خوا د سکاټ بیسنټ په تایید سره به ډونالډ ټرمپ په اقتصادي، تنظیمي چارو کې پراخ نفوذ ولري.

د رویټرز د راپور له مخې ښاغلي بیسنټ د ټاکنيزو کمپاینونو پر مهال د فلوریډا په مارالاګو کې د ډونلډ ټرمپ کور ته تګ راتګ کاوه او ښاغلي ټرمپ ته یې د یوه نږدې کس په توګه اقتصادي مشورې ورکولې.

د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د پلي شويو تعرفو او مالیاتو کمولو له لارې د نړیوالې سوداګرۍ بيارغاول د نوې ادارې له پلانونو څخه دي چې ښاغلي ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال مطرح کړي.

د يادونې وړ ده، چې د خزانې د وزير په توګه د ښاغلي بسنت ټاکنه له څو ورځو سلا مشورو وروسته ترسره شوه. ځکه چې ښاغلي ټرمپ لا دمخه د احتمالي نوماندانو چمتو کړى و.

خو لا هم د امریکا د سنا له خوا تایید ته اړتیا لري.

دې آژانس لیکلي دي چې د ولسمشريزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ له بریا وروسته امریکايي پانګوال د لا زیاتې ودې، د بې ثباتۍ او انفلاسیون د کموالي او د ټولو امریکایانو لپاره د اقتصاد د راژوندي تمه لري.