د هېواد کرېکټ بورډ د ۲۰۲۴کال د نابينايانو کرېکټ د ۲۰ آوریز نړیوال جام سیالیو لپاره د نابينايانو کرېکټ ملي لوبډلې د ۱۶ لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان کړ. دغه سیالۍ به د نومبر له ۲۳ څخه د ډسمبر تر ۳ (سلواغې د۳ تر ۱۳ ) پورې په پاکستان کې ترسره شي.
د ملي لوبډلې د لوبغاړو د غوراوي بهیر د افغانستان د نابینایانو ټولنې او د کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ د څانګې تر څارنې لاندې دوه میاشتې وړاندې په ټول هېواد کې د آزادو سياليو له لارې پیل شو.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په لومړي پړاو کې ۵۰ لوبغاړي غوره شوي او تر یوه میاشتني تمریناتي کمپ وروسته دا شمېر ۲۴ ته راکم شو. دغو لوبغاړو د ننګرهار په نجیب الله ترکي کرېکټ اکاډمۍ کې په دوهم کمپ کې ګډون وکړ.
له یوې میاشتې چمتووالي او کورنیو سیالیو وروسته د ملي لوبډلې لپاره ۱۶ وروستي لوبغاړي وټاکل شول.
د لوبډلې وروستي لوبغاړي عبارت دي له:
اباسین سېلاب (کپتان)
فهیم (مرستیال کپتان)
شرافت
فرمان الله، سمیع الله، عبدالله، اسدالله، غلام خان، بریالى ساحل، سردارولي، عبدالمالک، اجمل، روح الله، دوران، عزت الله او ذبیح الله.
د کرکټ بورډ د کورني کرېکټ مشر ناصم جار عبدالرحيمزي وويل: «موږ له دې لوبډلې خپل کلک ملاتړ اعلانوو او د روزنيزو کمپونو لپاره مو ټولې لازمې اسانتياوې برابرې کړې دي. دا لوبغاړي نابينا دي؛ خو لوړ استعدادونه لري او موږ د نابینایانو د کرېکټ په نړیوال جام کې د دوی په بریا باور لرو.»
کرېکټ بورډ وايي، د معلولیت لرونکو لوبغاړو ملاتړ ته ژمن دی او په پام کې لري چې دوی ته اسانتیاوې او فرصتونه برابر کړي، څو وکولاى شي په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.