د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز د امریکا له نوي منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په ټلېفوني خبرو کې ویلي چې له د ده له هېواد سره د امریکا « عادلانه سوداګري» د واشنګټن په ګټه ده.
د رویټرز په وینا، د استرالیا لومړي وزیر دا تلېفوني اړیکه د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره «ډیر ښه پیل۷ وباله.
دا په داسې حال کې ده، چې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې، استرالیا د المونیم او فولادو صادراتو لپاره د متحده ایاالتو تعرفو څخه معاف شوې وه.
انتوني آلبانيز په دغو څرګندونو کې چې له سکاى نيوز خپرې شوې ويلي”دا یو مثبت ټلېفوني اړيکه وه چې موږ ونيوله.« انتوني البانیز سکای نیوز ته وویل. موږ د ١٠ دقیقو لپاره خبرې وکړې، دا د هغه (ټرمپ) له لومړنیو ټلېفوني اړيکو څخه یوه وه.»
د راپور له مخې، د استرالیا لومړي وزیر د ښاغلي ټرمپ سره د امنیتي اړیکو په اړه هم خبرې وکړې، چې د «اوکاس» په نامه تړون په ګډون چې له مخې به یې استرالیا په راتلونکې لسیزه کې د متحده ایالاتو اټومي اوبتلونه وپېري او دا اوبلتونه به د دولتونو او برېټانيا د پرمختګ ته پراختيا ورکړي، هم خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر پیني وانګ د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ تر بریا مخکې ویلي وو چې هېواد یې د خپل ستر امنیتي ملګري په توګه له امریکا سره پر اتحاد باوري دی.
دغه خبری اژانس وایی هغه څخه چې اندېښنه راپاروی د استرالیا د کارګر ګوند پخوانی لومړی وزیر او په واشنګټن کې د دغه هیواد اوسنی سفیر کوين راډ دی چې له دې مخکې یې د ټرمپ په اړه توهینونکې څرګندونې کړی وې.
په همدې حال کې د استرالیا لومړي وزیر د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ښاغلی راډ به په دغه مقام پاتې شي، ویلي دي چې هغه یو په زړه پورې دنده ترسره کوي او په خپل مقام به پاتې شي.
د استرالیا دولتي راډیو ټلویزیون د ښاغلي البانیز له قوله مخکې په واشنګټن کې د دغه هېواد د سفیر په اړه لیکلي: «هغه د اسټرالیا لخوا ټاکل شوی او د امریکا د اهمیت په اړه یو پیغام لري، چې هلته مو یو پخوانی لومړی وزیر د سفیر په توګه ټاکلی دی.