Uncategorized @ps

ټرمپ پوتین ته «سپارښتنه» کړې چې په اوکراین کې دې جګړې نه اوږدوي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټلېفوني خبرې کړي او د اوکراین د جګړې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د ګارډین په وینا، ټرمپ پوتین ته سپارښتنه کړې چې په اوکراین کې د جګړې له زیاتولو ډډه وکړي او هغه ته یې یادونه وکړه چې «امریکا په اروپا کې د پام وړ پوځي حضور لري.»

په دې خبرو کې ښاغلي ټرمپ د «په نږدې راتلونکي کې د اوکراین د جګړې د حل» لپاره د لا زیاتو خبرو اترو لپاره هم لېوالتیا څرګنده کړې ده.

دا د امریکا د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته د نړۍ له یوه مشر سره د ښاغلي ټرمپ لومړنۍ خبرې دي.

ښاغلي ټرمپ تر دې مخکې د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي و چې په یوه ورځ کې د اوکراین جګړه پای ته رسولای شي. خو د پاى ته رسولو څرنګوالى يې څرګنده کړى نه دى.

د امریکا یوه پخواني چارواکي ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، ډونلډ ټرمپ شاید نه غواړي خپله دوهمه دوره په اوکراین کې د جګړې له زیاتېدو سره پیل کړي، او دا کاذ هغه دې ته هڅوي چې د اوکراین د جګړې مخه ونیسي.

په همدې حال کې د ښاغلي ټرمپ ویاند سټیون چونګ واشنګټن پوسټ ته ویلي: «ولسمشر ټرمپ خپله تاریخي بریا په قاطع ډول وګټله او د نړۍ مشران پوهېږي چې امریکا به بېرته نړيوالې صحنې ته ستنه شي. له همدې امله مشرانو د متحده ایالاتو له۴۵ او ۴۷ ولسمشرانو سره پیاوړې اړیکې پیل کړې؛ ځکه چې هغه د نړیوالې سولې او ثبات استازی دی.»

په ورته وخت کې ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره هم تلیفوني خبرې کړې دي.

له بلې خوا کرملین اعلان کړی چې ولادیمیر پوتین د اوکراین په اړه له ټرمپ سره خبرو ته چمتو دی. خو دا په دې معنا نه ده چې هغه به د مسکو غوښتنې بدلې کړي.

په وروستیو کې د روسیې ولسمشر په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل شرطونه اعلان کړل. په دغو غوښتنو کې د ناټو له غړیتوب له غوښتنې د اوکراین لاس په سر کېدل او د روسیې له خوا نیول شوي له څلورو سیمو د اوکرایني ځواکونو وتل دي.

اوکراین دا شرطونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا د تسلیمېدو په معنا دي.

د اوکراین ولسمشر د خپلې«بریا» طرحه هم وړاندې کړې، چې پکې له لوېدیځ څخه د لا زیاتو پوځي مرستو غوښتنه هم شامله ده.

دا تلېفوني اړیکه یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د ټرمپ لوړپوړي سیاسي سلاکار براین لانزا بي بي سي ته وویل چې اوکراین باید د «بری تصور کولو» پرځای سولې ته په رسېدو تمرکز وکړي.

هغه همداراز وویل کله چې زیلینسکي اعلان کوي چې جګړه به یوازې هغه وخت ودریږي چې کله کریمیه بیرته لاسته راشي، هغه ته باید وویل شي چې«کریمیه تللې.»

له دې څرګندونو وروسته، د ټرمپ ویاند اعلان وکړ چې لانزا د «کمپاین قراردادي» و او د ولسمشر ټرمپ لپاره یې کار نه کاوه او نه د هغه له ادرسه غږيږي.