افغانستان

د خیبر پښتونخوا والي له افغانستان سره د اوو سوداګریزو لارو پر پرانیستلو ټینګار وکړ

د خېبر پښتونخوا والې فیصل کریم کنډي له افغانستان سره د اوو لارو د بیا پرانستلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا اقدام به سیمه ییزه سوداګري په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا د دهلېز له لارې اړیکې زیاتې کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې نوموړي دغه څرګندونې د پاکستان د دفاعي پوهنتون له یوه پلاوي سره په کتنه کې وکړې.

ښاغلي کنډي همداراز د خیبر پښتونخوا ځانګړی موقعیت د خپل جغرافيايي موقعیت، په ځانګړې توګه د افغانستان پولې ته د نږدېوالي له امله مهم وباله. خو په راپور کې د دغو اوو لارو یادونه نه ده شوې.

هغه وويل: «خيبر پښتونخوا د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د موقعيت له امله له نورو ولايتونو سره تړلې ده.»

ښاغلي کنډي ویلي، چې له افغانستان سره د ټولو پولو پرانستل به نه یوازې سوداګري ښه کړي، بلکې په سیمه کې به اقتصادي فعالیت زیات او منځنۍ اسیا ته به ګټه ورسوي.

نوموړي دغه راز د نويو مدغم شويو قبايلي سيمو د خلکو پر حال اندېښنه وښوده، چې له کلونو جګړو ځپلي شوي دي او ويې ويل، په داسې حال کې چې دغه سيمې له خيبر پښتونخوا سره مدغم شوي، خو تر اوسه يې خپل قانوني حقونه نه دي ترلاسه کړي.

ښاغلي کنډي وویل، «قبایلي سیمې زموږ له ایالت سره یوځای شوې، خو دوی ته د سرچينو سمه برخه نه ده ورکړل شوې.»

هغه وویل، د ویزې بهیر باید اسانه شي او له افغانستان او ایران سره ګډ بازارونه رامنځته شي.

ښاغلي کنډي وویل خیبرپښتونخوا او بلوچستان تر ټولو زیات اغېزمن شوي نو پکار ده چې دوی ته لومړیتوب ورکړل شي.

د دغه هېواد د سوداګرو په خبره، پاکستان تل د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو په موسم کې د سوداګریزو لارو د بندولو او د تعرفو د لوړولو په ګډون پر سوداګرۍ خنډونه وضع کړي دي.

تر دې وړاندې سوداګرو ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د بندېدو له امله دوی ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.