افغانستان

طالبانو په غزني کې یو کس په «عام محضر» کې په درو وواهه

عکس از آرشیف.

طالبانو په غزني ولایت کې يو کس په «عام محضر» کې د « نامشروع  اړيکو» په تور په درو وواهه.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی دغه کس د دغه ولايت قره باغ ولسوالۍ کې په «۳۹ درو»  وواهه.

طالبانو په تېره یوه میاشت کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون تر ۸۰ ډېر کسان په بېلابېلو تورونو په  درو وهلي دي.

ملګرو ملتونو په خپل درې میاشتني راپور کې، چې له جولای څخه تر سپټمبر پورې (د چنګاښ له ۱۱  څخه د تلې تر ۹پورې) موده تر پوښښ لاندې نيسي، ویلي چې په دې موده کې او په تېرو درېیو میاشتو کې طالبانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۱۱۱ تنه په «عام محضر» کې په درو وهلي دي. 

د دغه راپور په یوه برخه کې چې د طالبانو له خوا د خلکو د جسمي مجازات يې مستند کړي، راغلي چې طالبانو په دې موده کې ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځې او یوه نجلۍ په درو وهلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم د طالبانو لخوا بدني سزا غندلې او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو په محکمو کې عادلانه قضايي جوړښت ته د لاسرسي نشتوالي له بشري حقونو د سرغړونو په اړه ژورې اندېښنې راپارولي دي.