پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د یوې چاودنې له امله د ماشومانو او پولیسو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.
د دغه هېواد د پولیسو چارواکو ویلي دي چې دا چاودنه نن سهار (جمعه د لړم ۱۱ مه) رامنځته شوه.
په دې سیمه کې د پولیسو یوه چارواکي میانداد عمراني «ډان نیوز» ته وویل: «په دې چاودنه کې د یوه پولیس او درې زده کوونکو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.»
عمراني زياته کړه چې په دې پېښه کې د څلورو پوليسو په ګډون ١٢ تنه ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، چې چاودنه د ملکي روغتون او د نجونو لېسې ته څېرمه په يوه چوک کې د پوليسو پر موټر شوې ده.
د میانداد عمراني په وینا، چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو او د «ریموټ کنټرول» په وسیله وچاودېدل. هغه زياته کړه چې وژل شوي ماشومان د پنځو او لسو کلونو ترمنځ دي.
د پېښې له ځایه انځورونه ښيي چې پولیس او نور خلک د پولیسو سوځول شوي موټر ته نږدې راټول شوي دي.