افغانستان

 د ملګرو ملتونو راپور: طالبانو په درېیو میاشتو کې پر رسنیو دوه نوي محدودیتونه لګولي

ملګرو ملتونو په خپل درې میاشتني راپور کې چې له جولای څخه تر سپټمبر پورې (د چنګاښ  له ۱۱ د تلې تر٩مې) پوښښ لاندې راولي، ويلي چې طالبانو په دې موده کې پر رسنیو دوه نوي محدودیتونه لګولي دي.

په دغه راپور کې راغلي چې په دغو دوو بندیزونو کې په عامه بحثونو کې د علماوو د ګډون محدودول او پر ژوندي بڼه د سیاسي خپرونو پر خپرولو بنديز شامل دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې طالبانو له علماوو غوښتي چې له هغو دیني بحثونو ډډه وکړي چې د ګډوډۍ لامل کېږي.

طالبانو همداراز ویلي، هغه علما چې « ته او خرافاتو ترويج، سپکاويو ته وده ورکوي او په بحثونو کې نامناسب کلمې کاروي» باید پروګرامونو ته ونه بلل شي.

د دغه راپور په دوام کې راغلي دي چې طالبانو د وږي په ۳۱ مه په یوه غونډه کې رسنیو ته امر کړی چې په ژوندۍ بڼه د سیاسي خپرونو  خپرول بند کړي.

په دې راپور کې د طالبانو له خوا رسنیو ته د دوو ښځو په ګډون د ۶۴ کسانو د لېست یادونه هم شوې ده.

ملګري ملتونه وايي، طالبانو رسنۍ دې ته اړ کړي، چې د مرکو د موضوع په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د راغلو مېلمنو د وينا له ثبتولو مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تاييدي ترلاسه کړي.

په همدې حال کې د نوي لمریز کال د چنګاښ په ۳۰مه طالبانو د خپل رٸيس الوزراء له وینا څخه په یوه خبرپاڼې کې دیني عالمان په رسنیو کې د «ناسمو» دیني مناظرو او بحثونو له ترسره کولو څخه منع کړل او ویې ویل چې د ښوونځیو زده کوونکي باید په غونډو کې ګډون ونه کړي.

په دې خبرپاڼه کې طالبانو د دیني عالمانو لپاره هغه کرښې ټاکلې دي، چې په کې د علماوو له لوري د «اختلافاتو او خرافاتو په مخنیوي» ټینګار شوی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې خبریالانو ته لارښوونه کړې چې هر سهار دې د وړاندیز شویو موضوعاتو او ګډونوالو په اړه د خپلو سیاسي خبرو اترو لپاره تاییدي ترلاسه کړي. دا پروګرامونه باید د خپریدو دمخه د طالبانو لخوا ثبت او تصویب شي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې هر هغه مواد چې د دوی له تګلارو سره مخالف وي او یا د طالبانو د انتقاد کوونکو څرګندونې وي باید لیرې شي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، هغه خبريالان چې غواړي د طالبانو له منظور شوي لېست څخه بهر له کارپوهانو سره مرکې وکړي، بايد د اطلاعاتو له وزارت څخه اجازه واخلي. طالبانو خبرداری ورکړی چې له دې لارښوونو د سرغړونې په صورت کې به رسنۍ له «قانوني چلند» سره مخ شي.