افغانستان

طارق علي بخيت د پاکستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان مرستيال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي طارق علي بخت د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې آمنه بلوچ سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

د اسلامي همکاریو د سازمان د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او بشري مسایلو خبرې اترې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي بخيت د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي رسمي لیکلي پیغام په افغانستان کې د دغه سازمان د کار او فعالیتونو په اړه د وروستیو پرمختګونو منځپانګه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې سره شریکه کړه.

د اسلامي همکاریو سازمان وايي، دواړو لورو د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره د همغږۍ، مشورې او همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال او ځانګړي استازي همدا راز د افغانستان او لوېدیځې اسیا په چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال احمد نسیم وریچ سره هم وکتل او د نجونو د زده کړو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او بشري مسايلو په اړه د دغه سازمان او د پاکستان د هڅو او همکاریو د رغنده خبرو اترو په اړه خبرې کړې دي.

د اسلامي همکاريو د سازمان د غړو هېوادونو له پرله پسې غوښتنو سره سره؛ طالبانو د نجونو او ښځو پر زده کړو او تحصيل بندیزونه نه دي لرې کړي.

له بلې خوا طالبانو د« امربالمعروف او نهى عن المنکر تر سرليك لاندې» د نوي قانون په توشيح کولو په عامه ځایونو کې د ښځو پر غږ او مخونو بندیز لګولی دی، یوه مسٸله چې د دیني عالمانو له غبرګونونو سره هم مخ شوې ده.