افغانستان

د طالبانو د امربالمعروف محتسبينو ٧ تنه په کابل کې ونیول

KABUL, AFGHANISTAN-AUGUST 14: Afghan Taliban celebrate the third anniversary of their takeover of Afghanistan with a series of events, including a military parade in front of former US Embassy in Kabul, Afghanistan on August 14, 2024. Bilal Guler / AnadoluNo Use USA No use UK No use Canada No use France No use Japan No use Italy No use Australia No use Spain No use Belgium No use Korea No use South Africa No use Hong Kong No use New Zealand No use Turkey

د طالبانو د امربالمعروف محتسبينو نن (سه شنبه، ۸ لړم) په کابل کې پنځه نارینه او دوه ښځې د «اخلاقي فساد» په تور ونیول.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د کابل ښار له ۲۲مې ناحیې څخه نیول شوي او تر څېړنو وروسته یې اړوندو ادارو ته سپارلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر دې مخکې هم په کابل کې ښځې او نجونې د«نامناسبه حجاب او له واده پرته اړيکو» په تور نیولي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ په خپل نوي راپور کې ویلي، چې د کره معلوماتو له مخې د طالبانو له خوا نیول شوې ښځې نه یوازې دا چې ځورول شوې، بلکې په ځینو مواردو کې پرې«جنسي تېري» هم شوي دي.

ښاغلي بینټ ټینګار وکړ چې د دې تاوتریخوالي اسناد ښیې چې ښځې د «نامناسب» حجاب اغوستلو له امله د طالبانو توقیف ځایونو ته وړل شوي، چیرې چې هلته “لفظي سپکاوي” او «جنسي ځورونې» سره مخ شوي دي.

هغه د طالبانو تر  واک لاندې افغانستان کې د ښځو وضعیت  د «جنسيتي تبعيض» یوه بېلګه وبلله او ویلي يې دي چې دا اصطلاح د طالبانو بنسټیز او ایډیالوژیکي ماهیت په ښه توګه څرګندوي.