د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په هلمند ولایت کې د پولیو یوه نوې مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د دغه راپور له مخې، له دې نوې پېښې سره په افغانستان کې سږ کال د چاپیریال د پولیو ۸۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د چاپیریال د پولیو دغه مثبته پېښه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې ثبت شوې ده.
دا په داسې حال ک۔ ده، چې یوې سرچینې آمو ته ویلي چې طالبانو په هلمند او کندهار ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین په بشپړه توګه بند کړى دی.
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی و چې د روان کال په تلې میاشت کې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دغه سازمان وايي، د پولیو دوه مثبتې پېښې د کندهار په میوند او غورک ولسوالیو او یوه بله مثبته پېښه د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې د پولیو مثبتې پېښې پکې ثبت شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي، چې سږ کال د چاپیریال د پولیو د ثبت شویو پېښو شمېر ۴۸۷ ته رسېدلی، چې ۸۵ یې په افغانستان او ۴۰۲ یې په پاکستان کې دي.