سویلي آسیا

د پاکستان د پنجاب ایالت د پولیسو په پوځي عملیاتو کې دوه تنه ووژل شول

د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو اعلان کړی، چې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې د دغه ایالت په رحیم یار خان سیمه کې دوه تنه «وسله وال غله» وژلي دي.

د اېکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې، دغه پوځي عملیات د کچه جمال دین ولي په سیمه کې شوي او دغه دوه کسان د یوه پاکستاني پوځي په وژلو کې لاس لري.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال په مى میاشت کې دغو کسانو پر پاکستاني پولیسو ډزې وکړې چې په پایله کې یې د سند ایالت د پولیسو یو مرستیال ووژل شو.

له دې پېښې وروسته د دغو کسانو پر ضد د پنجاب په رحيم يار خان ولسوالۍ او ګوټکي کې قضيې ثبت شوې وې او دوی د «جرمونو» لکه غلا، زورونې، د باج اخيستلو لپاره تښتونې او د پوليسو افسرانو د وژنې په تور تر تعقيب لاندې وو.

د پنجاب د پوليسو د وياند په وينا، كله چې پوليس ځاى ته ورسېدل، دغو وسله والو پرې ډزې پيل كړې، چې د دغه هېواد پوليس هم پرې ځوابي ډزې وکړې او له جګړې وروسته د دوو تنو مړي وموندل شول.