له ایران او پاکستان څخه په یوه ورځ کې څه باندې ۴۰ افغان کډوالې کورنۍ اېستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي چې د هېواد ۴۴ کډوالې کورنۍ پرون (شنبه د لړم په ۵مه) له ایران او پاکستان څخه په «جبري او اختياري» ډول ویستل شوې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، دغه کډوال د ننګرهار، قندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له پولو څخه هېواد ته داخل شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، ١۵ کورنۍ د تورخم له لارې او څلور کورنۍ د سپين بولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
په همدې حال کې د دغه راپور له مخې، ۱۶ کورنۍ د پل ابرېشم له لارې او دغه راز ۹ نورې کورنۍ د هرات اسلام کلا له لورې هېواد ته راستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له ایران او پاکستان څخه یو شمېر اخراج شوي کډوال وايي، چې د دغو دوو هېوادونو پولیسو په «سخت ډول» وهلي، او د دوى سپکاوی یې کړی دی.
یو شمېر دغه کډوال چې له ایران څخه راستانه شوي، زیاتوي چې کله دوی په کار بوخت وو، د دغه هېواد پولیسو نیولي او له هېواده یې اېستلي چې اوس یې مېرمنې او ماشومان په ایران کې بې برخليکه پاتې دي.
له بلې خوا د آمو د یوې څېړنې موندنې ښيي چې بېکاري، بې وزلي، لوږه او د کار نشتوالی نورو هېوادونو ته د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانانو د غیر قانوني کډوالۍ اصلي لاملونه دي.