افغانستان

ایټالیا د افغانستان لپاره نوې سفیره وټاکله

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، سابرینا اوګولیني یې په افغانستان کې د دغه هېواد د نوې سفیرې په توګه ټاکلې ده.

د ايټاليا د بهرنيو چارو وزارت په خبر پاڼه کې ويل شوي، چې مېرمن اوګوليني به په موقت ډول د قطر له دوحې څخه د افغانستان اړوند چارې سمبالوي.

له دې وړاندې ناتالیا کوینتاویل له دوحې د افغانستا اړونده د ايټاليا د سفارت چارې د شارژدافېر په توګه ترسره کولې.

د دغې خبرپاڼې له مخې، سابرينا اوګولیني په ۱۹۶۸ کال کې د ایټالیا په پلازمېنه روم کې زېږېدلې او په نړیوالو اړیکو کې تخصص لري.

د ايټاليا نوي سفيرې ويلي دي چې د بشري او ښځو حقوق به يې له کاري لومړيتوبونو څخه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه هېڅ هېواد په افغانستان کې د طالبانو واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې او د یو شمېر هېوادونو سفیران او د سفارتونو شارژدافېران د افغانستان په اړونده چارې له درېمو هېوادونو په تېره بیا په  قطر کې مخ ته وړي.