افغانستان

 د رابرټ ډېکسن په حواله د طالبانو خبرپاڼه: برېټانيا د طالبانو مخالفو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي

د طالبانو تر ادارې لاندې ارګ په يوه خبرپاڼه کې، چې نن یې خپره کړه د افغانستان لپاره د برېټانيا د شارژدافېر رابرټ ډېکسن په حواله ویلي، چې دغه هېواد د دوی مخالفو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د رٸيس الوزرا مرستیال عبدالکبیر د پنجشنبې په مزدیګر په کابل کې له رابرټ ډېکسن سره وکتل.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د ښاغلي ډیکسن له قوله ویل شوي چې برېټانيا به د بشري مرستو او د موسم د بدلون په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د دې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه برېټانيوي ډیپلومات د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو ګډون« ارزښتناک »بللی دی.

که څه هم د طالبانو په خبرپاڼه کې د دوه اړخېزو ناستو د ترسره کېدو د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ویل شوي چې ښاغلي ډېکسن وړاندیز کړی چې «د ځینو اړینو مسایلو په اړه باید دوه اړخېزې ناستې ترسره شي».

طالبانو ادعا کړې چې برېټانيا هڅه کوي د دوی او نړۍ ترمنځ اړیکو ته لاره هواره کړي.

ښاغلي ډېکسن او د هغه دفتر تر اوسه د دې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې عبدالکبیر په دې غونډه کې ادعا کړې چې په هېواد کې بشري حقونو ته «بشپړه» پاملرنه شوې او طالبانو خپلې ژمنې عملي کړې دي.

برېټانيا یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر سیاستونو نيوکې کوي. په ملګرو ملتونو کې د برېټانيا استازي په ځلونو د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پر چلند؛ په ځانګړې توګه د نجونو پر زده کړو د بنديز په اړه نيوکې کړې دي.