افغانستان

طالبان: د کابل په سينما پامیر کې د چاودنې له امله یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړ

Centro chirurgico per vittime di guerra di Kabul. Afghanistan, 2022

د کابل د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد ځدراڼ وايي، پرون چهارشنبه د لړم دویمه د کابل په سينما پامیر کې د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د دې پېښې د ټپيانو د شمېر په اړه څه نه دي ويلي، خو په کابل کې د ايمرجنسي روغتون مسوولين وايي، چې له دې چاودنې وروسته د ماشومانو په ګډون ١١ ټپيان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

ښاغلي ځدراڼ ويلي، چې د دې چاودنې عامل د طالبانو له لوري د چاودېدونکو توکو د لېږد پر مهال نیول شوی دی.

د دغه کس د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.

د ایمرجنسي روغتون د معلوماتو له مخې، دغه چاودنه د چهارشنبې په ورځ د لړم په دويمه د سينما پامیر د نیلام بازار د ګڼې ګوڼې په یوه برخه کې شوې ده.

د دغه روغتون مشر مخکې ویلي وو چې د یوه ټپي روغتیايي حالت نازک دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې دا پېښه غندلې او هغه یې «ترهګريزه» بللې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.