افغانستان

 د اکتوبر ۲۴ د ګوزڼ پر وړاندې د مبارزې له نړیوالې ورځې سره برابره ده

نن د اکتوبر ۲۴مه (پنجشنبه د لړم ۳مه) د ګوزڼ پر وړاندې د مبارزې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

دا ورځ؛ په داسې حال کې راسېږي، چې تېره ورځ افغان حکومت رسنیو ته ویلي، چې طالبانو په هلمند او کندهار ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین په بشپړه توګه بند کړی دی.

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی و چې د روان کال د تلې میاشت کې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د ګوزڼ درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه اداره وايي، د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې د کندهار په میوند او غورک ولسوالیو او یوه بله مثبته پېښه د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي، چې په روان کال کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۰ ته رسېږي، چې ۷۴ یې په افغانستان او ۳۳۶ یې په پاکستان کې دي.

په همدې حال کې د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي چې سږ کال یې په ټول هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین شپږ کمپاینونه پیل کړي دي.