افغانستان

 طالبان د هغه کتابونو چې دوی یې «منع شوې کتابونه» بولي بدیل وړاندې کوي 

د طالبانو تر ادارې لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د «منع شويو کتابونو» په بدل کې کتاب پلورنځیو ته قرآن کریم، تفسیرونه او نور دیني کتابونه ورکوي.

که څه هم طالبانو د «منع شويو» کتابونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي؛ خو د دوی تر ادارې لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو وزیر وايي چې طالبانو تر اوسه له کتاب پلورنځيو څخه ۴۰۰ کتابونه راټول کړي دي.

په همدې حال کې یو شمېر کارپوهان او د پوهنتون استادان وايي، طالبان د علمي او فلسفي کتابونو په راټولولو سره هڅه کوي چې د هېوادوالو او په ځانګړې توګه د محصلینو فکر د خپل فکر له مخې جوړ کړي.

دغه کارپوهان او د پوهنتون استادان زیاتوي، چې طالبان غواړي د بېلابېلو علمي او فلسفي کتابونو په خپرولو او پلورلو د بندیزونو په لګولو سره په ټولنه کې خپل «مذهبي افراطیت او جهادي فکر» ته وده ورکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د «منع شويو» کتابونو د راټولولو امر د دوی رٸيس الوزراء صادر کړی او د «کتابونو د ارزونې» تر سرلیک لاندې یې یو کمېسیون هم جوړ کړی دی.