نړۍ

رویټرز: هرېس تر دې دمه له ټرمپ څخه ٣ سلنه مخکښه ده

د رویټرز او اېپسوس لخوا ترسره شوې نوې نظرپوښتنه کې، د ډیموکراټ نومانده کامالا هرېس د جمهوري غوښتونکي کانديد ډونلډ ټرمپ څخه د متحده ایالاتو د ولسمشريزو ټاکنو په سیالۍ کې ٣ سلنه مخکښه ده.

په دې نظرپوښتنې کې، چې د نمونې ډلې په توګه د متحده ایالاتو له ۴زرو څخه زیاتو بالغو اتباعو برخه اخیستې وه، کامالا هرېس ۴٦سلنه او ډونلډ ټرمپ د ۴٣سلنه رایه ورکوونکو ملاتړ ترلاسه کړى دى.

د دغه خبري آژانس د خبر له مخې، په دې نظرپوښتنه کې د رایه ورکوونکو اکثریت د اقتصادي وضعیت او کډوالۍ په اړه منفي نظر لري او په دې برخه کې پر ټرمپ زیات باور لري.

د دغه راپور له مخې، ۷۰ سلنه رایه ورکوونکي وايي چې د دوی د ژوند لګښت په ناسم لوري روان دی او ۶۰ سلنه په دې باور دي چې د امریکا اقتصاد هم په ناسم لوري روان دی. دغه راز ۶۵ سلنه رایه ورکوونکو د امریکا د اوسني حکومت د کډوالۍ پالیسي ناسمه ګڼلې ده.

خو د دې نظرپوښتنې پر بنسټ، کامالا هرېس د سیاسي افراطیت او ډیموکراسۍ ته د ګواښونو په څېر مسایلو کې له ټرمپ مخکې ده.

د يادولو وړ ده، چې د متحده ایالاتو یوازې دوه پر دریمه برخه لویانو د ٢٠٢٠ کال د نومبر په ټاکنو کې رایه ورکړه ، چې له یوه پیړۍ کې ترټولو لوی ګډون ياد شوى دى.

د رویټرز د راپور له مخې، په دې ټولپوښتنه کې د ثبت شویو رایه ورکوونکو شاوخوا یو پر دریمه برخه دیموکراتان او یو پر دریمه برخه یې جمهوري غوښتونکي وو، او پاتې نور خپلواک رایې ورکوونکي یا هغه کسان وو چې د دریمې ډلې په ګټه وو.

د رویټرز او اېپسوس په وروستي نظرپوښتنه کې، د متحده ایالاتو ۴زره١٢٩ لویانو په ټوله امریکا کې آنلاین برخه اخیستونکو په ګډون  ٣زره ۴٨١ ثبت شوي رایې ورکوونکو برخه اخيستې وه.