افغانستان

یوناما د ایران پر پوله د افغان کډوالو د وژل کېدو د پېښې په اړه د رڼو څېړنو غوښتنه وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په یوه خبرپاڼه کې د ایران پر پوله د افغان کډوالو د وژل کېدو د راپورونو په اړه د «بشپړو او رڼو» څېړنو غوښتنه کړې ده.

یوناما ويلي دي چې  د دغه راپورونو په اړه اندېښمن ​​دي.

د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي: «یوناما د ایران د سیستان ولایت، سرباز ولسوالۍ، د کلاګان په سرحدي سیمه کې د اکټوبر د میاشتې په ۱۴-۱۵ نېټه د یوې پیښې په اړه د اندېښنمونکې راپورونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.»

یوناما زیاته کړه چې د ټولو خواوو ته یادونه کوي چې د کډوالو او پناه غوښتونکو حقونه د نړیوالو قوانینو له مخې خوندي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې زیاته کړې: «په دې پېښه کې ادعا شوې، چې د افغان کډوالو پر یوه لویه ډله ډزې شوې، چې په پایله کې یې یو شمېر کسان مړه او ټپیان شوي دي.»

طالبانو ویلي چې د دې پېښې د څېړلو لپاره یې یوه لوړ پودى پلاوى ټاکلى دى.