افغانستان

طالبانو په لغمان او خوست کې څلور نارینه او دوه ښځې په درو وهلي دي

طالبانو نن (چهارشنبه د تلې ۲۵مه) اعلان وکړ چې په لغمان او خوست ولایتونو کې یې د دوو ښځو په ګډون شپږ تنه په «عام محضر» په درو وهلي دي.

طالبانو نن (چهارشنبه) په لغمان ولایت کې هم د دوو ښځو په ګډون څلور تنه په درو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوو ښځو په ګډون درې تنه د «نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې» په تور په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له دغو مېرمنو څخه یوه  په درې کاله بند او ۳۹ دورو او یوه بله ښځه په شپږ میاشتي بند او ۳۹ درو محکومه شوې ده.

د خبر له مخې دوه نورو تورنو ته په ترتیب سره ۳۹ او ۳۰ دُرې ورکړل شوي دي. په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې يو تن يې په دوه کاله بند او بل تن په درې کاله بند محکوم شوى دى.

د طالبانو سترې محکمې نن په یوه جلا خبر پاڼه کې اعلان وکړ چې په خوست ولایت کې دوه تنه د « لواطت » په تور د ټولو د سترګو په وړاندې په درو ووهل شول.

د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې په دغه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دغو دوو تورنو هر یوه  ۳۰ دُرې وهل شوى. په خبرپاڼې په ټکو، دغه پرېکړه د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د ابتدايه محکمې له خوا صادره شوې ده.

د خبرپاڼې پر بنسټ، له دغو کسانو څخه یو یې په څلور کاله بند او بل یې په درې کاله بند محکوم شوی دی.

طالبانو په تېرو درېیو اونیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۳۰ ډېر کسان خلکو د سترګو په وړاندې په بېلابېلو تورونو په درو وهلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تېره اوونۍ په یوه پرېکړه لیک کې د طالبانو لخوا د جسمي سزا ورکول غندلي او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده. په همدې حال کې د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو دغه سزا له انساني ارزښتونو سره په ټکر کې بللې ده.