افغانستان

په ایران کې پر کډوالو د ډزو په اړه غبرګونونه: د طالبانو «په زور» حاكميت او اقتصادي ستونزې خلک کډوالۍ ته اړ اېستي

پر افغان کډوالو د ایراني پوځیانو ډزې، چې د بشري حقونو سازمان «حال وش» د سرچینو په حواله ویلي، چې په ترڅ کې یې د دغه هېواد ۲۶۰ وګړي ووژل شوي، پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي د دې پېښې په اړه غبرګون ښودلى او ویلي يې دي چې د طالبانو زورواکي او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې خلک له هېواده کډوال شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر دغه پېښه زړه بوږنونکې او ټکان ورکوونکې بللې او د ایران له حکومته یې غوښتي چې په دې برخه کې هر اړخیزه څېړنه وکړي او د عدالت د تامین لپاره اقدام وکړي.

ښاغلي اتمر طالبانو ته پر اېکس لیکلي: «یو ځل بیا د هېواد اوسنیو واکمنانو ته یادونه کوو چې د ملت ارادې ته درناوی وکړي، د خلکو له محرومولو څخه لاس واخلي او د خلکو حقونو او آزادیو ته درناوی وکړي، ترڅو هېوادوال مو له خپل کور او هېواده وتلو ته اړ نه شي.»

په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه لوړپوړي غړي محسن داوړ پر افغان کډوالو د ایراني پوله ساتو ځواکونو ډزې «عام وژنه او د انسانیت ضد جنایت» بللی دی.

هغه پر اېکس د دغې پېښې په تړاو لیکلي، «د زیانمنونکو افغانانو په وړاندې د ځورونې څخه د پناه اخیستونکو افغانانو په وړاندې دا وحشت خورا سخت خفګان وړ دی.»

له بلې خوا د هېواد په پارلمان کې د بدخشان د خلکو پخوانۍ استازې فوزيې کوفي د دغې پېښې په غبرګون کې ويلي:« د افغانستان خلک له سختو غوارايو سره مخ دي. په دې ورځو کې لږ تر لږه زموږ ګاونډیان دې د لا زیاتو داغونږ لامل کیږي نه.»

په ورته وخت کې د بشري حقونو یوې فعالې عالمه بیات هم دغه پېښه یو «جنايت» وباله او یادونه یې وکړه چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره مسٶولیت لري چې د کډوالو د حقونو دفاع وکړي.

د بشري حقونو دغه فعالې پر اېکس لیکلي: «هغه څه چې د ایران په پوله کې زموږ له هېوادوالو سره شوي، یو جرم دی. ایران د پناه غوښتونکو او کډوالو د حقونو اړوند ټول کنوانسیونونه تر پښو لاندې کوي او دا ډول جرمونه ترسره کوي.»

د «حال وش» په نامه د ایران د بشري حقونو سازمان د کډوالو د روايتونو په حواله خبر ورکړی، چې پر افغان کډوالو د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې ۲۶۰ تنه وژل شوي دي.

د بشري حقونو د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، دغه پېښه د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۲ مه) د ایران او افغانستان په پوله د کلګان په سراوان سیمه کې رامنځته شوه.

د دغه راپور له مخې ایراني پوځیانو هغه وخت په افغان کډوالو ډزې وکړې چې غوښتل یې دغه هیواد ته داخل شي.

حال وش زیاته کړې، چې د ایران  پوځي ځواکونو په سرحدي سیمه کې د افغان کډوالو پر دې ډله برید وکړ او ډزې یې پیل کړې چې له امله یې شاوخوا ۳۰۰ تنه مړه او ټپیان شول.

حال وش دغه احصایه د هغو کډوالو په حواله چمتو کړې چې له دغې پیښې څخه ژغورل شوي دي.

آمو په خپلواکه توګه د دې احصایو پخلی نه شي کولى.

ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.