Uncategorized @ps

په خېبر پښتونخوا کې د پښتنو په جرګه کې د ګډون لپاره زرګونه کسان راټول شوي

د خېبر پښتونخوا په جمرود سیمه کې له ټول پاکستان څخه زرګونه کسان د پښتنو په لویه جرګه کې د ګډون لپاره راټول شوي دي.

په دې جرګه کې ګډونوال به د پاکستان په پښتون مېشتو سیمو کې د خراب امنیتي وضعیت، جبري بې درکه کولو او تاوتریخوالي په اړه خبرې اترې وکړي.

دا درې ورځنۍ جرګه د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د «پښتانه قومي عدالت» تر نامه لاندې پیل شوې ده.

د غونډې ګډونوال وايي چې په دې غونډه کې به د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې د تاوتریخوالي، پوځي عملیاتو، جبري بې درکه کولو او د پښتنو پر وړاندې د تبعیض د ختمولو لپاره د حل لارې د موندلو په اړه خبرې وشي.

ټاکل شوې وه چې دا جرګه پرون پيل شي، خو د همغږي کوونکو له خوا د شنبې تر ماسپښينه پورې په رسمي ډول پيل نشو.

د راپورونو پر بنسټ، ګډونوالو د شنبې په ورځ تر ځانګړو کېږديو لاندې پر بېلابېلو موضوعاتو بحثونه وکړل څو یوې پایلې ته ورسېږي.

دا جرګه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د روان کال له پیل راهیسې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

دوه شپې وړاندې په بلوچستان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې په برید کې ۲۱ کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول، چې ډېری قربانیان يې پښتانه وو.

بل پلو د خېبر پښتونخوا د چارواکو او پښتون ژغورنې غورځنګ تر منځ سیاسي جنجالونه روان دي او تنظیمونکي یې له ټولو پښتنو غوښتي چې خپلمنځي اختلافات یوې خواته کړي او د خلکو د ستونزو د هواري لپاره په ګډه کار وکړي.