د پل علم – ګردېز پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې يو تن مړ او يوولس نور ټپيان کړل.
په لوګر کې سيمه ييزو طالبانو ويلي دي چې دغه پېښه له يوه سراچه ډوله موټر سره د کاسټر ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د دغه طالب چارواکي په وينا، دغه پېښه تېره ورځ (دوشنبه، تلې ١٦مه) مازيګر په دغه لويه لاره رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د آمو ټلوېزيون د راټولو شويو شمېرو پر بنسټ، په تېرو دوو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په بېلابېلو ترافيکي پېښو کې د دغه کس په ګډون له ١١٠ ډېر کسان مړه او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
دا احصایه د دې پیښو له امله د تلفاتو په تاریخ کې زیاتوالی ښیي.
په هېواد کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ترافيکو رياست مسٶلينو له دې مخکې ويلي وو، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د موټرونو د تېز سرعت له امله رامنځته کېږې.