ښځې

 د خوړو نړيوال پرواګرام: په افغانستان کې ښځې د ګټې لاسته راولو لپاره لږ فرصتونه لري

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام وايي، افغان مېرمنې په هېواد کې د ګټې لاسته راوړلو لپاره ډېر لږ فرصتونه لري.

دغه سازمان پر اېکس ویلي، چې په ورته وخت کې په هېواد کې زرګونه ښځې د خپلو کورنیو یوازینۍ نفقه ګټونکي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ تر راتګ وروسته په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په درې کلنه موده کې د ښځو په وړاندې د څه باندې ۷۰ فرمانونو په صادرولو سره ښځې له خپلو اساسي، بشري او اسلامي حقونو او آزادیو بې برخې کړې دي.

 تازه، طالبانو د«امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون » تر سرليک لاندې توشيح شوي قانون له مخې  عامه ځایونو کې چې نارينه شتون ولري د ښځو په غږونو بندیز لګولی دی؛ داسې قانون چې له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

په وروستي مورد کې جرمني، استرالیا، کاناډا او هالنډ د ملګرو ملتونو د ۷۱مې عمومي غونډې په څنډه کې په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی به د طالبانو پرضد د عدالت نړیوالې محکمې ته د «د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون «څخه د سرغړونې په خاطر  شکايت وکړي.»

دوی خبرداری ورکړی چې که طالبان په شپږو میاشتو کې د ښځو د حقونو سرغړونې پای ته ونه رسوي، د هاګ محکمې ته به راکاږل شي.

د يادولو وړ ده، چې طالبانو په خپل نوي قانون کې همداراز د ښځو مخونه د «عورت» په  توګه تعریف کړي، حرام يې بللي او پر پټولو یې هم ټینګار کړی دی.

د طالبانو مشر په کندز کې له خپلو چارواکو سره په یوه غونډه کې د ښځو مخونه «فتنې» وبللې.