سرچینه وايي ، چې دیني عالم او د دیني او جهادي ارزښتونو د ساتنې شورا پخوانی مشر عبدالقادر قانت د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی دی.
تر اوسه د طالبانو له خوا د ښاغلي قانت د نیولو لامل نه دی څرګند. خو په دې وروستيو کې د هېواد په يو شمېر رسنيو کې د ديني چارو د کارپوه په توګه راڅرګند شوى و او د طالبانو له خوا يې د نجونو او ښځو پر زده کړو د بنديزونو او محدوديتونو په اړه نيوکې کړې وې.
طالبانو ښاغلی قانت په داسې حال کې نیولی چې په دې وروستیو کې یې رسنیو ته د خپلو مطلوبو کارپوهانو او شنونکو نوملړ استولی او امر یې کړی چې رسنۍ دې له هغو کسانو پرته نور کسان هم په خپلو پروګرامونو کې نه را دعوتوي چې دوی يې نه غواړي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو له دې وړاندې د سياسي چارو کارپوه جاوېد کوهستاني د کابل له خيرخانې څخه نيولى و او نامعلوم ځاى ته يې لېږدولى دى.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
که څه هم طالبانو په دې وروستیو کې د پوهانو، کارپوهانو او شنونکو د نیولو لړۍ تېزه کړې ده. خو تر اوسه يې د دغو تازه نيول شويو کسانو په اړه څه نه دي ويلي.
یو شمېر نړیوال سازمانونه او د بشري حقونو مدافعین د طالبانو دغه چلند او کړنې د خلکو په وړاندې د بیان د ازادۍ او انساني کرامت څخه ښکاره سرغړونه ګڼي.