افغانستان

طالبانو په فاریاب کې یوه ښځه په «عام محضر» کې په درو ووهله

عکس از آرشیف.

طالبانو په فاریاب ولایت کې یوه ښځه د «نامشروع اړیکو او له کوره د تیښتې» په تور په عام محضر کې په درو ووهله.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی دغه ښځه «۳۰ درې» وهلې ده.

د دغې خبرپاڼې له مخې طالبانو دغه ښځه په شپږ میاشتنې بند هم محکومه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالې ټولنې له غوښتنو او توندو نیوکو سره سره طالبانو په عام محضر کې د خلکو په درو وهلو ته دوام ورکړی دی.

له بلې خوا د بشري حقونو سازمانونه وايي چې طالبان مدافع وکيل ته له لاسرسي پرته تورنو کسانو ته سزا ورکوي او له قانون څخه سرغړونه کوي.

د ياولو وړ ده، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون تر ۶۲۰ ډېر کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د طالبانو له خوا د خلکو پرله پسې جسمي مجازاتو همداراز د بشري حقونو د بنسټونو او ملګرو ملتونو له توند غبرګون سره مخ شوي دي.