ورزش

 افغانستان به د بنګله دېش پر وړاندې درې یوه ورځنۍ لوبې ترسره کړي

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي به د بنګله دېش پر وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

د هېواد کرېکټ بورډ وايي چې دا لوبې به راتلونکې نومبر میاشت ترسره شي.

د دغه بورډ په وینا دا لوبې به د نومبر په ۶، ۹ او ۱۱ ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له دې وړاندې سویلي افریقا ته په دریو یو ورځنیو لوبو کې د دوو بریاو او یوې ماتې په توپیر ماتې ورکړې وه.

د يادونې وړ ده، چې دا لوبې د افغانستان په کوربه توب په شارجه کې ترسره کېږي.