افغانستان

روسیه او ایران: له طالبانو سره له خبرو پرته بل بدیل نشته

د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه خپله دریمه غونډه وکړه.

د فارن پالیسي د راپور پر بنسټ، د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزارتونو د دغې غونډې په تړاو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې له طالبانو سره د خبرو او متقابل احترام وړ اړیکو بدیل نشته.

له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې غونډه د ۱۹ مادييزي بيانيې په صادرولو سره پای ته ورسېده. په دې بیانيه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ناټو پر رول سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې دا هېوادونه باید د افغانستان د اوسني «ناورین» وضعیت ځواب ويونکي وي.

 د يادونې وړ ده، چې روسیې، چین، ایران او پاکستان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې په خاشيوي ناسته کې  د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره خپلې طرحې وړاندې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي: « په افغانستان کې د امریکا مداخلې او اوږدمهاله پوځي شتون په افغانستان کې له بدبختیو او ناامنیو پرته بله پايله نده ورکړې، دغو مداخلو د یو زیات شمیر بې ګناه افغانانو ژوند او روغتیا واخیسته او د تروریزم، نشه يي توکو، فساد، فقر او بې ځایه کېدو لامل شول.»

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې «ترهګرې ډلې» په ځانګړې توګه د داعش څانګې د افغانستان له اوسني وضعیت څخه د لا زیات نفوذ د ترلاسه کولو لپاره ګټه پورته کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې په افغانستان کې لا هم ۲۳ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري او د نړیوالو مرستو کمېدل د ګاونډیو هېوادونو لپاره یوه «لویه اندېښنه» ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې وویل: «هېواد یې د افغانستان د نږدې ګاونډی په توګه بې اسناده کډوالو او پناه غوښتونکو د ورتګ له امله تر سخت فشار لاندې دى او زیاته یې کړه: « نړیواله ټولنه باید د اصلي کوربه هېوادونه لکه ایران ملاتړ وکړي، د کډوالو لپاره بشري مرستې باید بې پرې او له سیاسي لاسوهنې پرته وي.»

ښاغلي عراقچي د افغانستان په بیارغاونه کې د لا فعال رول لوبولو لپاره د ایران چمتووالی اعلان کړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له نشه یي توکو، ترهګرۍ سره د مبارزې او د کډوالو په مسٸله کې لا زیاته همکاري وکړي.