ښځې

ملاله یوسفزۍ: «د طالبانو له خوا د جنسیتي تبعیض ظالمانه جوړښت د بشریت ضد جنایت دی»

ملاله یوسفزۍ، چې د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړې د حق فعاله ده، وايي چې د طالبانو لخوا «د جنسیتي تبعیض ظالمانه جوړښت د انسانیت پر ضد جرم دی» او باید په رسمیت وپیژندل شي.

آغلې یوسفزۍ په هغه ویډیو کې چې هغې د کاناډا له لومړي وزیر سره د خپلې لیدنې په اړه په ایکس کې خپره کړې ویلي چې طالبان باید د خپلو اعمالو حساب وکړي.

په دې کتنه کې هغه له افغان ښځو او نجونو سره د نړۍ د مشرانو د پیوستون پر اهمیت ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د نړۍ مشران وکولای شي افغان ښځو ته د امید او پیوستون پیغام ورسوي.

ملالې یوسفزۍ جسټن ټروډو ته وویل: «زموږ د تیرې ناستې راهیسې، موږ تمه نه درلوده چې داسې حالت ته ورسیږو چې نجونې له زده کړې محرومې وي، مګر دا په افغانستان کې د نجونو لپاره اوسنی واقعیت دی.»

د يادونې وړ ده، چې ملالې يوسفزۍ همداراز له حکومتونو غوښتي، چې طالبان دې د خپلو جرمونو په اړه حساب ورکولو ته اړباسي.

په خپل انسټاګرام پاڼه کې په یوه ویډیويي پیغام کې هغې ټینګار کړی: «زه او په ټوله نړۍ کې زموږ ډېر متحدین به ستاسو تر څنګ مبارزې ته ادامه ورکوو؛ څو د طالبانو سره حساب او کتاب وشي، د ټولې نړۍ خلک ستاسو غږ واوري او ستاسو تر څنګ ودرېږي. تر څو چې ستاسو حقونه تامین نه شي، آرام نه کېني.»

ملالې یوسفزۍ په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ درې کاله تېرېدلو ته په اشارې سره وویل، له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو پر دوام د نجونو بندیز د طالبانو د «حیرانوونکي او ناوړه تبعیضي کمپاین» یوه برخه ده چې موخه یې د کار، زده کړو او د ژوند عمومي برخو کې له ګډون څخه د نجونو او ښځو بې برخې کول دي.