د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت د طبس ښار د ډبرو سکرو په یوه کان کې د میتان ګاز د چاودنې په تړاو ویلي چې دا پېښه «دردوونکې» ده او د ایران له خلکو او حکومت سره خپله خواخوږي څرګندوي.
د شنبې په شپه (د وږي ۳۱مه) د ایران د طبس ښار په یوه کان کې د میتان ګاز د چاودنې له امله لږ تر لږه ۵۱ کسان مړه شوي دي.
ایراني رسنیو ویلي چې په دې پېښه کې شل نور کسان هم نادرکه دي.
دغو رسنیو د یکشنبې په ورځ د طبس د والي علي اکبر رحیمي په حواله لیکلي چې د «سي» تونل ته مرستندویه ډله رسېدلې ده؛ خو دوی بند پاتې کسانو ته لاسرسى نه دى پيدا کړى.
دا پېښه د شنبې په شپه شاوخوا ۹ بجې رامنځته شوې او لا هم په دغه کان کې د ژغورنې او مرستې عملیات روان دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې کان کې په دوو بېلابېلو وختونو کې ٦٩ تنه په کار بوخت وو.