واشنګټن پوسټ په خپل یوه راپور کې ویلي، چې افغان نارینه د ښځو پر حقونو او ازادۍ د طالبانو د سختو محدوديتونو او بندیزونو په وړاندې د غبرګون نه ښودلو له امله پښېمانه دي.
دغه ورځپاڼه لیکي چې طالبانو د «د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون» تر سرلیک لاندې د خپل نوي قانون په توشيح سره د نارینه وو آزادي هم په نښه کړې ده.
د طالبانو د نوي قانون پر بنسټ، په افغانستان کې نارینه مکلف دي چې تر یوې اندازې پورې خپلې ږیرې وخريي او د «غیر مسلم ظاهر او چلند» تقلید ونه کړي.
واشنګټن پوسټ لیکي چې دا په افغانستان کې د طالبانو لومړنی جدي بندیز دی چې په رسمي ډول اعلانېږي.
راپور کې راغلي: «ه هغه ټولنه کې چې د نارینه غږ اکثرا د یوې ښځې په پرتله خورا پیاوړی ګڼل کیږي، ځینې نارینه اوس حیران دي چې آيا دوی باید د خپلو ښځو او لوڼو د آزادۍ د دفاع لپاره ژر تر ژره خبرې وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د بيا واک ته له رسېدو وروسته د طالبانو لخوا ، ښځې د خپلو حقونو او شخصي ازادۍ او د هغوی د جامو په اړه قوانینو کې له زیاتوالي او محدودیتونو سره مخ شوي دي.
طالبانو واک ته له راستنېدو وروسته ښځې او نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته د زده کړو له دوام، زده کړو، کار کولو، پارکونو ته تللو، حمامونو او د سينګارتونونو ته له تګه منع کړي دي.
په وروستي مورد کې طالبانو همداراز په عامه ځایونو کې د ښځو غږ منع کړی دی او د هغه اه بالمعروف قانون» په نامه د قانون په توشيح سره یې دا کار حرام ګڼلی دی.
د طالبانو د دغه قانون له مخې د ښځو مخونه هم حرام ګڼل شوي او په دغه قانون کې طالبانو له ښځو غوښتي چې له کوره د وتلو پر مهال دې خپل مخونه او بدن په بشپړه توګه پټ کړي.