افغانستان

 اولاف شولتس: طالبان په افغانستان کې په «نامشروع» ډول واکمن دي

د جرمني لومړي وزير اولاف شولتس ویلي، هغه څه چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې روان دي د نه زغملو وړ دي.

د الماني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، نوموړي د سه شنبې په ورځ په استانه کې د غونډې پر مهال وویل: «طالبان په افغانستان کې په غير مشروع ډول واکمن شول او دا مهال په دغه هېواد کې ډېر بدلونونه روان دي، چې ډېر ناهيلي کوونکي دي».

ښاغلي شولتس په دغه غونډه کې چې د قزاقستان په کوربه توب جوړه شوې وه، د طالبانو له خوا د ښځو پر حقونو د پراخو محدودیتونو په لګولو هم نیوکه وکړه.

په همدې حال کې د دغو راپورونو پر بنسټ د منځنۍ اسیا یو شمېر مشرانو د سې شنبې په ورځ په قزاقستان کې د جرمني له لومړي وزير اولاف شولتس سره په کتنه کې له هغه وغوښتل چې په افغانستان کې له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي کړي.

د يادونې وړ ده، چې د قزاقستان په کوربه توب د استانې په غونډه کې د قرغزستان ولسمشر صدر جباروف، د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف، د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمداوف، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د جرمني لومړي وزير اولاف شولتس ګډون کړى و. دغه غونډه د قزاقستان د ولسمشر قاسم جمرت توقایف په کوربه توب د استانه د استقلال په ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

د غونډې په پرانیستې وینا کې د قزاقستان جمهور رئیس وویل:«په دې غونډه کې به د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، چاپېریال، ټرانسپورټ، لوژستیک او پوهنې په برخو کې پر مهمو موضوعاتو بحث او ارزونه وشي.»

غونډه د منځنۍ اسيا د هېوادونو د مشرانو او د جرمني د لومړي وزير اولاف شولتس له خوا د «ګډې خبرپاڼې» په لاسليکولو سره پای ته ورسېده.