روغتیا

سرچینې: طالبان غواړي د ګوزڼ واکسین تطبیق تر جوماتونو  محدود کړي

د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت سرچینې تاییدوي چې طالبان د کور په کور د ګوزڼ واکسین د کمپاین د پلي کولو پر ځای غواړي چې دا کمپاین یوازې تر جوماتونو محدود شي.

تر دې مخکې اسوشېټېډ پرېس اژانس د ملګرو ملتونو په حواله راپور ورکړی و چې طالبانو په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین ځنډولی دی.

د هېواد یوشمېر ډاکټران او اوسېدونکي خبرداری ورکوي چې د پولیو د واکسین کمپاین محدودول به د هېواد د ماشومانو لپاره زیانمن وي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پولیو د واکسین د کمپاین د ځنډولو په اړه د راپورونو په غبرګون کې ويلي چې تر اوسه په دې اړه کوم رسمي حکم نه دی صادر شوی.

د پوليو واکسين د کمپاين محدوديت د هېوادوالو له نيوکو سره مخ شوی دی.

د کابل يوتن اوسېدونکې کرشمه نظري وايي: «د واکسین د پروګرامونو په مخنیوي سره طالبان د ماشومانو روغتیا ته جدي ګواښ پېښوي او د پولیو په څېر خطرناکو ناروغیو د اخته کېدو له جدي خطر سره مخ کوي.»

ډاکټران وايي، د پوليو واکسين يوه نه جبرانېدونکې اړتيا ده او بايد پرې هېڅ ډول محدوديت ونه لګول شي.

د رفیع نذیر په نامه یو ډاکټر د آمو په خبرو کې وويل: «زه ډاډه یم چې که هغه واقعیت او هغه ستونزې چې د پولیو ناروغۍ د ماشومانو او د هغه د راتلونکي ته رامنځته کوي، په دې اړه کوم چارواکى خبر ولري نو دوى به د واکسين په وړاندې هیڅ ډول خنډ رامنځته نه کړي.  او دا خورا مهم دی. کله چې یو ماشوم په ګوزڼ اخته شي، بیا یې درملنه نشته، ماشوم ته دایمي فلج پاتې کیږي.»

د پولیو د واکسین د کمپاین د محدودیت په اړه اندېښنې په داسې حال کې راپورته شوي چې د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ په روان هجري لمریز کال کې په افغانستان کې د پولیو ۱۸ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ډېری یې د هېواد په جنوب کې دي.