افغانستان

د اروپايي ټولنې د کډوالو اداره: په اروپا کې د افغان اتباعو د پناه غوښتنه ۱۸ سلنه کمه شوې

د اروپايي ټولنې د کډوالو ادارې په یوه تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ نیمايي کې د افغان وګړو د پناه غوښتنې په شمېر کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۸ سلنه کموالی راغلی دی.

راپور وايي چې افغان کډوال په اروپايي ټولنه کې دوهمه لویه ډله ده.

په راپور کې راغلي: «افغان اتباعو (۴۵زره کسانو) په داسې حال کې چې بیا هم دوهمه لویه ملي ډله تشکیلوي، یو پر پنځمه برخه (۱۸ سلنه) یې د پناه غوښتنه کړې ده.»

د دغه راپور له مخې، په دې موده کې د سوریې د اتباعو د پناه غوښتنې شمېر ۷۱ زره کسانو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۳ کال د همدې مودې په پرتله اوه سلنه ډېره شوې ده.

دغه راپور وايي چې د اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو په کچه د افغانانو د منلو کچه شاوخوا ۶۵ سلنه وه.

د «نیو هیومنیټيرين» په نامه د یوه بشري سازمان د موندنو له مخې چې د ۲۰۲۳ کال د جون په ۱۹مه خپاره شول، په ټولیزه توګه شاوخوا ۲۷۰ زره افغان کډوال چې ډېر زیانمنونکي دي، اړتیا لري چې په درېیمو هېوادونو لکه ایران او پاکستان کې مېشت شي.

د اروپايي ټولنې د کډوالو ادارې مخکې راپور ورکړی و چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۲ زيږديز کال پورې افغانستان په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لوی هېواد و.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې په اروپايي ټولنه کې له ۱۸زرو څخه د زیاتو افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت شوي دي.