افغانستان

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به په دوو ورځو کې د افغانستان په اړه بحث وکړي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپله ویبپاڼه کې اعلان کړی چې د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۸) به د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اتنبایوا، د دغه سازمان د ښځو د څانګې مشره سیما باهوس او د مدني ټولنې یوه استازې ګډون کوي.

که څه هم دې شورا د دې غونډې په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي؛ خو ويلي يې دي، چې له دې غونډې وروسته به د افغانستان په اړه سلا مشورې وشي.

طالبانو په افغانستان کې د خپل حاکمیت له ترلاسه کولو وروسته، د هېواد د اتباعو په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو او آزادیو سخت محدودیتونه وضع کړي. تر دې حده چې د«د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون» تر سرليک لاندې د نوي قانون په توشيح کولو يې آن په عامه ځایونو کې د ښځو غږونه هم عورت او حرام وبلل.

په همدې حال کې یوې برېټانوي رسنۍ او د «مېنټ» په نوم یوې هندۍ رسنۍ په یوه راپور کې ویلي، چې طالبانو له القاعده شبکې او په سیمه کې له نورو «ترهګرو» ډلو سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي او القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوى چې د القاعدې شبکې مشري  يې کوله حمزه بن لادن د دې شبکې مشري پر غاړه لري، هغه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له خپل ورور عبدالله بن لادن سره ژوند کوي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د بن لادن زوی چې مخکې ادعا شوې وه چې د افغانستان په غزني ولایت کې د سي آی اى په برید کې وژل شوی دی؛ خو اوس  پر ​​​​لوېدیځ د سپټمبر د ١١مې بريدونو ته ورته برید پلان لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د استازو جرګې تېره ورځ په یوه پرېکړه لیک کې طالبان «ترهګريز سازمان» وباله او د امریکا د حکومت په ګډون يې له نړۍ غوښتي چې د ویانا له پروسې چې د مقاومت جبهې او د طالبانو ضد نورو څېرو څخه تشکيل شوې، ملاتړ وکړي.