افغانستان

په میدان وردګ کې یوې ترافیکي پېښې د یوې کورنۍ له درېيو غړو ژوند واخيست

په میدان وردګو ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۳ غړي مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.

دميدان وردګو ولايت کې د طالبانو امنيه قومانداني وايي چې دغه پېښه ديو باروړونکي موټر او فېلډر ډوله موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د ميدان وردګو ولايت کې د امنيې قوماندانۍ لپاره د طالبانو  وياند يوسف اسرار وايي، چې دغه پېښه تېره شپه د کابل – کندهار پر لويه لاره د دغه ولايت د سنګ سياه په سيمه کې رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د آمو ټلوېزيون د راټولو شويو شمېرو پر بنسټ، په تېرو دوو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په بېلابېلو ترافيکي پېښو کې د يادو درېيو کسانو په ګډون نږدې سل تنه مړه او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

دا احصایه د دې پېښو له امله د تلفاتو په تاریخ کې زیاتوالی ښیي.

په هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې د ترافيکو رياست مسوولينو له دې وړاندې ويلي و، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د موټرونو د ډېر تېز سرعت له امله رامنځته شوې دي.