ورزش

د هېواد د فوټسال ملي لوبډله  په نړیوال جام کې د انګولا پر وړاندې میدان ته ښکته کېږي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به سبا ( یکشنبه د وږي ۲۵مه) د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د انګولا پر وړاندې ترسره کړي.

دا لوبه به د افغانستان پر وخت مازدیګر پنځه بجې ترسره شي.

د هېواد د فوټسال ملي لوبغاړي وايي چې نړیوال جام ته يې ښه چمتووالي نيولى دى.

د هېواد د فوټسال د ملي لوبډلې ګول ساتونکی محمد جواد صفري وايي: «په حقیقت کې زه د نړۍ له لسو غوره ګول ساتونکو يو نوماند شوم او په دغو سیالیو کې د ځلېدو لپاره ډېر انګیزه لرم. زه له خلکو سره ژمنه کوم چې په دغو سیالیو کې به خپل قوت سل په سلو کې په کار واچوم او مونږ به خپل ټیم د ملګرو او تخنیکي کارکوونکو په مرسته انشاالله د انګولا، ارجنټاین او اوکراین پر وړاندې په لوبو کې ښې لاسته راوړنې ولرو.»

افغانستان د فوټسال په نړیوال جام کې له ارجنټاین، اوکراین او انګولا سره په دریم ګروپ کې دی او د راتلونکې اونۍ د چهارشنبې په ورځ به د ارجنټاین پر وړاندې خپله تر ټولو سخته لوبه وکړي.

د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام د شنبې په ورځ د ازبکستان په کوربه توب پیل شو او د روان هجري لمریز کال د تلې تر ۱۵ مې نېټې به دوام وکړي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټسال نړیوال جام ته لار موندلې ده.